IQNA

د حسینی اربعین زیارتوالو ته په خدمت رسونې کې  مسیحیان هم له چا وروسته نه دي 

10:03 - September 07, 2023
د خبر لمبر: 3487920
ایکنا-(کربلا) د حسینی اربعین د میلیوني لاریون په لاره کې د مسیحیانو موکب هم دحسینی زیارتوالو په خدمت کې د مسلمانانو ترڅنګ په موکب کې خدمتونه کوي.

ایکنا د یونیوز له قوله راپور راکړ،مسیحیانو د حسینی اربعیّن د زیارتوالوپه لاره کې د ؛حسیني عشق مونږ سره نزدې کوي په عنوان سره یو موکب جوړ کړی چې د حسیني اربعین زیارتوالو او مینه والو خدمت کوي.

 د نجف او کربلا ترمینځ د حسینی اربعیّن د میلیونی لاریو په لاره کې  چې د نړۍ دمختلفو هیوادونو،دینونو او مذهبونو دپیروکارو موکبونه لګیدلي دي،د دوي ترڅنګ مسیحیانو هم خپل موکب لګولی او د حسینی مینه والو خدمت کوي.

دغه موکب د؛حسیني عشق مونږ ټول سره نزدې کوي،؛په شعار سره برابر شوی او مسلمانان او مسیحیان پکې خدمت کوي او زیارتوالو ته شربت او نور خوراکي شیان او دغه راز درمل وړاندې کوي.

حسینی اربعیّن په نړۍ کې ترټولو لویه انساني غونډه حسابیږي اوټوله ورځ په دغې لارې کې عزاداري ترسره کیږي او له یوه بل سره ورورولي ،مینه ،عشق او یووالی او انسجام شریکوي،چې په دوي کې د هردین اومذهب خلک او د هر ملیّت او د هر ټاټوبی اوسیدونکي موجود دي،وروستي راپورونه ښئ چې د حسینی اربعیّن په دستورو کې د ګډون کونکو شمیر هم څه دپاسه اته ویشت میلیون زیارتوالو ته رسیدلی،البته ځيني سرچینې ددغو ګډون کونکو شمیر کابو دیرش میلیون کسان ښئ.

https://iqna.ir/fa/news/4167232 

captcha